۰
له شمالي کوریا د ټرمپ غوښتنه:

خپل اټومي تاسیسات امریکا ته ولېږدوی

شنبی ۱۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۸
رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له شمالي کوریا غوښتي، چې خپل اټومي تاسیسات امریکا ته ولېږدوي.
خپل اټومي تاسیسات امریکا ته ولېږدوی
رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له شمالي کوریا غوښتي، چې خپل اټومي تاسیسات امریکا ته ولېږدوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز راپور کې ویلي، ټرمپ دغه غوښتنه ویتنام کې د شمالي کوریا له ولسمشر کېم جونګ اون سره په لیدنه کې له هغه په یوه کوچیني لیک کې، چې په انګلیسي او کوریايي ژبو لیکل شوی کړې ده.

سرچینه وایي، ټرمپ د شمالي کوریا ولسمشر ته ویلي، چې خپل اټومي تاسیسات او د اټومي سون مرکزونه امریکا ته ولېږدوي.

د رویټرز د معلوماتو پر بنسټ د دغه لیک له ورکړې سره سم کیم جونګ اون مذاکرات پرېښي دي او دغه خبرې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

خو هغه مهال ټرمپ هغه مهال ویلي وو، چې شمالي کوریا سترې غوښتنې لرلې نو ځکه مذاکرات مات شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي