موګریني، خلیلزاد ته!

افغانستان کې سوله او ټاکنې دواړه اروپايي ټولنې ته مهم دي

10 حمل 1398 ساعت 10:47

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدریکا موګریني ټینګار کړی، چې د ټاکنې او د سولې مذاکرات دواړه د افغانستان لپاره مهم دي.


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدریکا موګریني ټینګار کړی، چې د ټاکنې او د سولې مذاکرات دواړه د افغانستان لپاره مهم دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اروپايي ټولنې غړو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي سره لیدلي او پر افغان سوله او ټاکنو یې ورسره خبرې کړې دي.

په دغه ناسته کې دواړو لورو په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د روانو مذاکراتو دوام مهم بللی دی او له دې پروسې یې ملاتړ کړی دی.

د اروپايي ټولنې غړو په دغه ناسته کې په افغانستان کې د روانې جګړې پر سیاسي حل ټینګار کړی خو تر څنګ یې ویلي، چې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزه ټاکنې خو مهمې دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې فدریکا موګیرني په دې لیدنه کې ویلي، چې اروپايي ټولنه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د سولې د مذاکراتو تر څنګ د افغانستان ټاکنې هم مهمې دي او اروپايي ټولنه په دواړو برخو کې د پاملرنې غوښتونکې ده.

د افغان سولې لپاره د امرکیا ځانګړي استازي خلیلزاد هم په ټاکنو او روانو مذاکراتو کې د اروپايي ټولنې رول مهم بللی دی او ددغه اتحادیې له مرستو یې مننه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114919

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114919/

جمهور
  https://www.jomhornews.com