۰

زابل: په نفوذي برید کې ۸ پولیس وژل شوي

شنبی ۱۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۸
سیمه ییزه امنیتي سرچینې وايي، زابل ولایت کې په یوه نفوذي برید کې ۸ پولیس وژل شوي او ۸ نور لادرکه شوي دي.
زابل: په نفوذي برید کې ۸ پولیس وژل شوي
سیمه ییزه امنیتي سرچینې وايي، زابل ولایت کې په یوه نفوذي برید کې ۸ پولیس وژل شوي او ۸ نور لادرکه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن شنبې د وري ۱۰ مه سهار وختي څلور بجې د شهر صفا ولسوالۍ د جلدک په سیمه کې رامنځ ته شوې.

سیمه ییز امنیتي سرچینې وايي، د انتنانو او سوځېدلې په امنیتي پوستو کې په دغه نفوذي برید کېل ۸ پولیس وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه پوستو کې ټول ۱۸ تنه پولیس وو چې د ۸ جسدونه موندل شوي او ۸ نور لاردکه شي.

دغه پولیسو د مرکز کلات او شهرصفا تر منځ د کابل- کندهار د لویې لارې د امنیت ساتلو دنده په غاړه درلوده.

د زابل د امنیت امر سمونوال اصف توخي تاییدوي، چې په یاده سیمه کې یوه نفوذي پېښه رامنځ ته شوې، خو په اړه یې بشبړ معلومات نه دي ورکړي.

خو ګمان کېږي تر پېښي وروسته لادرکه شوي ۸ پوليس به د خپلو نورو ۸ همکارانو د وژل کیدو په پېښه کې لاس ولري.

بل پلو طالبانو ویلي په شهرصفا کې ۷ تنه نفوذي پولیس تر برید وروسته له دوی سره یو ځای شوی او یو تن اسیر نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:زابل

 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي