۰

غزني کې پر یوه ښوونځي د هاوان لګېدو ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبی ۱۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۳
غزني ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې توغول شوی هاوان په یوه ښوونځي لګېدلی، چې له امله یې ۱۹ زده کوونکو او ښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې پر یوه ښوونځي د هاوان لګېدو ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
غزني ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې توغول شوی هاوان په یوه ښوونځي لګېدلی، چې له امله یې ۱۹ زده کوونکو او ښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د وري ۱۰ مه سهار د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ رامنځ ته شوې ده.

سیمه ییزې سرچینې وايي، په یاده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته وه، چې یو هاوان د ملانوح بابا پر لېسه پرېوتې ده.

ویل کېږي په یاده لېسه د هاوان د لګېدو له امله ۴ زده کوونکي وژل شوي او د دوه ښوونکو په ګډون ۱۵ نور زده کوونکي ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري هم وايي، چې په سیمه کې د جګړې پر مهال یو هاوان پر یاده لېسه لګېدلی او مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.

د هغه په وینا تر اوسه دا نه ده معلومه، چې هاوان د چا له خوا فیر شوی خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د غزني ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې هم د طالبانو په برید کې د حوزې د مشر په ګډون ۹ پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي