د کورنیو چارو وزارت په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو سره په جګړه کې د ۱۹ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د وري ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي طالبانو تېره شپه هلمند ولایت کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
که څه هم سرچینې په دقیق ډول د طالبانو د بریدونو سیمه نه ده ښودلې خو ویلي یې دي طالبان د پولیسو له سخت مقاومت سره مخ او په شا تمبول شوي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه جګړه کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي، ۶ تنه ټپیان او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې، مهمات او لېږدونکي وسایل یې د پولیسو لاس ته ورغلي.
وزارت دا نه دي ویلي، چې په جګړه کې افغان ځواکونو ته زیان اوښتی که نه.
طالبانو هم څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل