۰
جنرال مېلر:

له ترهګرۍ سره مبارزې او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکو

دوشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۲
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، له ترهګرۍ سره مبارزې او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
له ترهګرۍ سره مبارزې او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکو
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، له ترهګرۍ سره مبارزې او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر دغه څرګندونې د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې کړې دي.

د اجرائیه ریاست نه خپاره شوي معلومات وايي، عبدالله پرون یکشنبې د وري ۱۱ مه په سپېدارماڼۍ کې له جنرال مېلر سره وکتل او دواړو پر سوله او یو لړ نورو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

سرچینه د جنرال مېلر له قوله وایي، دوی د داسې یو سولې په لټه کې دي، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ او تل پاتې عادلانه سوله وي.

نوموړي ټینګار کړي، چې له افغان ځواکونو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ملاتړ او له ترهګرۍ سره مبارزه به په جدي توګه دوام ولري.

هغه دا هم ویلي، چې د افغانستان، امریکا او د ناټو د غړو هېوادونو تر منځ اړیکې مضبوطې او پر ګډو ګټو ولاړې دي، چې دوام به ولري.

ډاکتر عبدالله هم له مېلر او د افغانستان د نړیوالو همکارانو له مرستیو او همکاریو د مننې تر څنګ و ویل چې سوله د افغان حکومت او افغان ولس غوښتنه ده او په دې برخه کې د امریکا هڅې د ستاینې وړ دي.

ښاغلي عبدالله هم ټینګار وکړ، چې د افغانستان، امریکا او نړیوالو ملاتړو تر منځ اړیکې کلکې او پر ګټو ګډو ولاړې دي، چې همداسې به دوام ولري.

د افغان حکومت اجرائیه رییس له افغان ځواکونو څخه د جنرال مېلر د ملاتړ او ژمنو څخه مننه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي