د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي هېواد به یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټنګښت لپاره پوره همکاري وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې کړې، چې د افغان ولسمشر پر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یې شوی برید په کې غندلی دی.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي د قطر دولت د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پر ضد د وژونکې حملې هڅه، چې ۴ ساتونکي یې ووژل شول او ۶ نور ژوبل شول، په کلکه غندي او محکوموي.
قطر وايي، په هره انګېزه د تشدد او تروریزم د ردولو په اړه پر خپل کلک دریځ ولاړ او عدالت ته د هغه کسانو عدالت ته د راکاږلو غوښتنکی دی، چې جنايي اعمال تر سره کوي.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي قطر د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره له ټولو هڅو سره همکاري کوي، څو افغانان ثبات، پرمختګ او سوکالۍ ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل