په داسې حال کې چې ټاکل شوې قطر کې د افغان سیاسیون او طالبانو د استازو تر منځ غونډه وشي ویل کېږي دغه غونډې ته افغان حکومت هم وربلل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د افغان سیاسیون او طالبانو تر منځ غونډه به د روانې وري میاشتې په ۲۵ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې تر سره شي.
دغه غونډې د مسکو د ناستې په شان د افغان سیاسیون او طالبانو دوهمه غونډه ده، چې ښايي تر ۸۰ پورې افغان سیاسیون به ورشي.
یادې غونډې ته له وړاندې په کابل کې چمتوالی روان و، او په همدې وخت کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی هم افغانستان ته راغلی و او له بېلا بېلو اړخونو سره یې وکتل.
ویل کېږي
ښاغلي عبدالله پرون یکشنې د وري ۱۱ مه کابل کې خبریالانو ته و ویل«په قطر کې د یوه انسټیټیوټ لهخوا یو بلنلیک رالېږل شوی دی. هغوی یو شمېر خلک غوښتي. که پهدې اړه تصمیم نیول کېږي چې په راتلونکو کنفرانسونو کې ګډون وشي په هغې اړه به په افغانستان کې دننه تر مشورو وروسته نهايي پرېکړه وشي.»
د افغان سیاسیون مشري پخوانی ولسمشر حامد کرزی کوي خو هغه مهال لا دا نه وه، معلومه چې دغه غونډې ته افغان حکومت بلل شوی که نه.
خو اوس د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي په قطر کې یوه انسټیټیوټ دوی ته په یادو خبرو کې د ګډون بلنه ورکړې او په اړه به یې افغان حکومت خپله پرېکړه کوي.
ښاغلي عبدالله پرون یکشنې د وري ۱۱ مه کابل کې خبریالانو ته و ویل«په قطر کې د یوه انسټیټیوټ لهخوا یو بلنلیک رالېږل شوی دی. هغوی یو شمېر خلک غوښتي. که پهدې اړه تصمیم نیول کېږي چې په راتلونکو کنفرانسونو کې ګډون وشي په هغې اړه به په افغانستان کې دننه تر مشورو وروسته نهايي پرېکړه وشي.»
په ورته وخت کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی به په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره پوره همکاري وکړي.
تر اوسه دا نه ده معلومه، چې افغان حکومت به په دغه غونډه کې ګډون وکړي که نه، خو له څو ورځو راهیسې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یو شمېر سیاسي او جهادي څېرو سره د سولې په تړاو سلا مشورې بیا پیل کړې دي.
ارګ وایي، د دغه سلامشورو موخه د یوه واحد دریځ څخه د سولې د خبرو پر مخ وړ او په افغانستان کې تل پاتې، باعزته او داسې یوه سوله، چې د ټولو افغانانو حقوق په کې خوندي وي ده.
جمهورخبري آژانس:کابل