۰

کابل کې د یوه پاکستاني بانک د کار جواز لغوه شو

دوشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۱
د افغانستان بانک په کابل کې د پاکستاني حبیب بانګ کاري جواز لغوه او وایي، دغه بانک د افغانستان په اقتصادي وده کې ونډه نه درلوده.
کابل کې د یوه پاکستاني بانک د کار جواز لغوه شو
د افغانستان بانک په کابل کې د پاکستاني حبیب بانګ کاري جواز لغوه او وایي، دغه بانک د افغانستان په اقتصادي وده کې ونډه نه درلوده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان بانک چارواکي زیاتوي، دغه بانګ نه یوازې په اقتصادي وده کې ونډه نه درلوده، بلکې په تېرو دوه کولنو کې یې افغانانو ته هېڅ پور نه دی ورکړی او د افغانستان قوانین یې نه مراعتول.

د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور ویلي، له همدې امله د دغه بانک کاري جواز لغوه شو او هغه افغانان چې په حبیب بانک کې حسابونه لري کولی شي تر راتلونکو دریو میاشتو پورې خپلې پیسې ترې وباسي.

د هغه په وینا قانون او مقررې حکم کوي، چې د بانکونو پانګې باید په افغانیو وي، چې دغه سپارښتنه ټولو بانکونو عملي کړي، خو یوازې حبیب بانک نه ده پلې کړې.

د افغانستان بانک ویاند زیاتوي، کله چې بهرنیو بانکونو څانګو ته په افغانستان کې د فعالیت جواز ورکول کېده، تمه دا وه، چې افغانستان د دغه بانکونو له تجربو ګټه واخلي خو حبیب بانک دغه تمه پوره نه کړه.

نوموړی وايي، همدې ته په کتو نور په افغانستان کې د دغه بانک فعالیت ته اړتیا نشته او باید وتړل شي.

د حبیب بانک چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې حبیب بانک په ۱۹۴۷ کال په پاکستان کې جوړ شو خو په افغانستان کې یې فعالیت په ۲۰۰۴ کال کې پیل کړو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي