د کورنیو چارو وزارت وایي، افغان ځانګړو ځواکونو هلمند ولایت کې د ځانمرګو بریدونو ۷ تنه پلان جوړونکي وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن دوشنې د وري ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه کسان تېره شپه وژل شوي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځانګړو پولیسو د هلمند د نهر سراج ولسوالي په شورکي کلي کې د ترهګرو پر یوه مرکز عملیات وکړل.
سرچینه زیاتوی، په دغه عملیاتو کې د ځانګړو بریدونو ۷ تنه پلانونکي وژل شوي او د چاوېدونکو توکو ډک یو موټر یې هم له منځه وړل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل