۰

زابل کې د چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه له منځه وړل شوې

دوشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۶
د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو زابل ولایت کې د وسله والو مخالفینو د چاوېدېدونکو توکو یوه لویه زېرمه کشف او له منځه وړې ده.
زابل کې د چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه له منځه وړل شوې
د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو زابل ولایت کې د وسله والو مخالفینو د چاوېدېدونکو توکو یوه لویه زېرمه کشف او له منځه وړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د وري۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د چاوېدونکو توکو دغه زېرمه د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ اړوند سیمه کې کشف او له منځه وړې ده.

سرچینه د چاوېدونکو توکو کچه نه ده ښودلې خو ویلي یې دي، چې افغان ګډو ځواکونو د دې تر څنګ د وسله والو مخالفینو درې موټر سایلکونه هم تر لاسه کړي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، وسله والو له دې چاوېدونکو توکو په ترهګرو په ځانګړي ډول په ځانمرګو بریدونو کې ګټه اخیستله.

د دغه چاودېدونکو توکو د زېرمې په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي