امریکایي سناتوران:

ټرمپ باید له افغانستان د خپلو سرتېرو ایستلو ته اړ کړو

13 حمل 1398 ساعت 9:51

یو شمېر امریکايي سناتوران وايي، امریکا کې دواړه مخکښ ګوندونه باید پر ټرمپ فشار ډېر کړي تر چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.


یو شمېر امریکايي سناتوران وايي، امریکا کې دواړه مخکښ ګوندونه باید پر ټرمپ فشار ډېر کړي تر چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي سناتورانو ټینګار کړی، چې ټرمپ باید له افغانستان د خپلو سرتېرو ایستلو مساله جدي وبولي او عملي اقدام پیل کړي.

ځینې امریکایي سناتوران وایي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور له دې وروسته ګټور نه دی او په ډېرولو سره یې د افغانستان په وضعیت کې بدلون نه شي راتلی.

دیموکرات سناتور رو خانه ویلي تېرو تجربو ښودلې چې په افغانستان کې د سرتېرو په ډېرولو سره نا امني او جګړه ډېره شوې دي.

د هغه په وینا همدې ته په کتو د دې اړتیا ده، چې دغه جګړه له سیاسي لارو حل شي او امریکايي ځواکونه بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

هغه پر دیموکرات او جمهوري غوښتونکي دواړه ډلې غږ کړیو چې خپلمنځي اختلافات پرېږدي او پر دې مسئله دې سره یوه خوله شي چې امریکایي ځواکونه له افغانستان و وځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115024

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115024/

جمهور
  https://www.jomhornews.com