۰

خلیلزاد کندهار ولایت ته تللی دی

سی شنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۴
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کندهار ولایت ته تللی، تر څو د دغه ولایت له ولسونو سره پر سوله خبرې وکړي.
خلیلزاد کندهار ولایت ته تللی دی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کندهار ولایت ته تللی، تر څو د دغه ولایت له ولسونو سره پر سوله خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد نن سه شنبې د وري ۱۳ مه کندهار ولایت ته رسېدلی او هلته په هوايي ډګر کې مېشت دی.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي ښاغلي خلیلزاد په کندهار هوايي ډګر کې خپلې لیدنې پلان کړې او ښار ته نه ورځي.

نوموړي زیاته کړې، چې هغه به په دې سفر کې د کندهار د ولسي مشرانو او مدني ټولنې د غړو تر څنګ د جنوبي ولایتونو د ولایتي شوراګانو له ریسانو او قومي مشرانو سره هم په جلا جلا توګه و ویني.

عزیزي وایي، خلیلزاد دا مهال د کندهار د ځايي خلکو په لیدنه بوخت دی او د سولې د روانو خبرو په اړه به د خلکو نظریات واوري او وپوښتي.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد پرون دوشنبې د وري ۱۲ مه کابل ته راغلی او له افغان ولسمشر غني او اجرائیه رییس عبدالله سربېره یې له یو شمېر نورو دولتي چارواکو او سیاسیونو سره وکتل او پر سوله یې ورسره خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي