د لوګر د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر عبدالولي وکیل د کابل – جلال آباد پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شبنې د وري ۱۳ مه د کابل – جلال آباد په لویه لار د کابل په سروبي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ډاکتر وکیل د کورنۍ غړي وايي، نوموړی له کابل څخه جلال آباد ته روان و، چې په سروبي کې یې ټکر کړی دی.
د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی وايي، په پېښه کې ډاکتر وکیل ژوند له لاسه ورکړی او مور یې ټپي شوې ده.
جمهورخبري آژانس:لوګر