ټرمپ او د ناټو سرمنشي د افغانستان په اړه غږېدلي دي

14 حمل 1398 ساعت 9:51

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون سه شنبې د وري ۱۳ مه سپینه ماڼې کې د ناټو د عمومي منشي کوربه و او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

ټرمپ افغانستان کې ۱۹ کلنه جګړه بدمرغه وبلل خو ویې ویل، چې په دغه هېواد کې مثبت ګامونه اخستل شوي او خوښي یې پرې وښوده.

هغه ویلي«لوېدیځ په ورستیو کې په افغانستان کې لوی پرمختګونه درلودل، دا جګړه د ۱۹ کلونو راهیسې روانه ده، چې بد مرغي او مسخره ده، خو اوس موږ ډېر ګامونه اخیستي او ډېر څه دغلته دا مهال مثبت خوا روان دي.»

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې په ځانګړي ډول د دغه هېواد د سولې په برخه کې د امریکا هڅې ستایلې دي.

نوموړي ویلي ناټو په دې باور ده، چې په افغانستان کې د کړکېچ او جګړې د سوله ییز حل لپاره د امریکا د هڅو ملاتړ ډېر مهم دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ امریکا ته ډاډ ورکړی، چې ناټو د افغانستان د جګړې په سوله ییز او سیاسي حل کې د هڅو ملاتړ کوي.

د امریکا ولسمشر او د ناټو سرمنشي پر داسې مهال پر افغانستان خبرې کړې، چې ټاکل شوې سبا د ناټو د بهرنیو چارو وزیران هم په خپله غونده کې د نورو مسایلو تر څنګ پر افغانستان بحث وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115053

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115053/

جمهور
  https://www.jomhornews.com