ولسمشرغني له خلیلزاد او یو شمېر افغان سیاسیون سره وکتل

14 حمل 1398 ساعت 15:10

ولسمشر غني د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او یو شمېر مهمو سیاسي شخصیتونو سره وکتل.


ولسمشر غني د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او یو شمېر مهمو سیاسي شخصیتونو سره وکتل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، دغه ناسته د مخکینیو ناستو په ادامه نن چهارشنبې د وري ۱۴ مه په ارګ کې تر سره شوه.

په دې ناسته کې د ولسمشر غني ترڅنګ، د هغه دوهم مرستیال سروردانش، اجرائیه رییس عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، استاد عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، محمد عمر داودزي، عبدالروف ابراهیمي، سلام رحیمي، محمد محقق، زلمي خلیلزاد، کابل کې د امریکا سفیر جان بس، افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او ځینو کسانو ګډون درلود.

ارګ وايي، په ناسته کې د افغانستان د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې اترې وشوې او هېواد جهادي او سیاسي شخصیتونو د سولې پروسې په اړه خپل لیدلوري، نظریات او اندېښنې شریکې کړې.

دغه راز د ارګ په معلوماتو کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې پر راتلونکو اقداماتو مفصل بحثونه وشول او په پام کې ده، چې دغه ناستې به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115071

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115071/

جمهور
  https://www.jomhornews.com