په افغانستان کې د امریکايي پوځ د قول اردو د انجینزۍ څانګه وايي، په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې به هلمند کې د ۱۱۴ کیلومترو په اوږدوالي د برېښنا مزو غځولو پروژه پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قول اردو د انجینري څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پروژه به د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې یا یو اېس آی ډي په مرسته پیل کړي.
د یادې څانګې رییس ډګروال جسن کیلي په خبرپاڼه کې ویلي، د دې پروژې هدف افغانانو ته د ډاډ وړ بریښنا برابرول دي، چې روان کال به پیل شي.
په اعلامیه کې دغه راز راغلي، چې د دې پروژې په ترڅ کې به د تنګي، کجکي او د سنګین ولسوالۍ شمالي او جنوبي برخو ته د بریښنا مزي وغځول شي.
په افغانستان کې د امریکايي پوځ د قول اردو د انجینزۍ څانګه زیاتوي، چې د دې پروژې تطبیق به درې کاله وخت ونیسي.
جمهورخبري آژانس:کابل