د سولې د مشورتي جرګې د جوړېدو کمېسیون وټاکل شو

15 حمل 1398 ساعت 9:03

د ولسمشر محمد اشرف غني د یو ځانګړي حکم له مخې د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون غړي ټاکل شوي دي.


د ولسمشر محمد اشرف غني د یو ځانګړي حکم له مخې د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون غړي ټاکل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون ۱۹ تنه غړي لري، چې مشري یې د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس او د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي عمر داودزي له غاړې ده.

په دغه ۱۹ کسیزه ډله کې هر يو عبدالوهاب عرفان، عباس نويان، عبدالحق شفق، فضل کريم فاضل ،محمد ايوب رفيقي ،عبدالرشيد ايوبي،داوود كلكاني، صديق پتمن، خان جان الكوزى، جماهير انوري، فوزيه ارال، ملالۍ شينوارې، سيد علي كاظمي، امين الدين مظفري،نسرين اورياخيل، ضياالحق امرخيل، نيلوفر ابراهيمي، سرير احمد برمك او روح الله نيازى دی.

ټاکل شوې چې د سولې په تړاو مشورتي لویه جرګه د راتلونکې غويي یا ثور میاشتې په ۹ مه نېټه کابل کې جوړ شي، چې شاوخوا ۲ زره کسان به په کې برخه ولري.

حکومت وایي، دغه جرګه به دوی ته د سولې په تړاو سلامشور او هغه کړنلاره په لاس ورکړی، چې له مخې یې افغانستان ته سوله راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115086

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115086/

جمهور
  https://www.jomhornews.com