۰

امریکايي استازو پر افغان سوله د څار یوه طرحه جوړه کړې

پنجشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۴
د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي وايي، د افغان سولې پر روانو خبرو باید جدي نظارت او څارنه وشي.
امریکايي استازو پر افغان سوله د څار یوه طرحه جوړه کړې
د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي وايي، د افغان سولې پر روانو خبرو باید جدي نظارت او څارنه وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه استازو یوه داسې طرحه وړاندې کړې، چې له مخې یې به د سولې پر روانو خبرو نظارت کېږي.

د جمهوري غوښتونکو استازو څخه لیز چیني او جیم بنکس ویلي، د سولې پر روانو خبرو نظارت او څارنه حتمي ده او باید ډاډ حاصل شي چې دغه خبرې په افغانستان کې د ثبات او امنیت سبب ګرځي.

په دغه طرحه کې راغلي چې د سولې خبرې د افغانستان په ګټه دي، خو که دغه خبرې د لاس ته راوړنو د له منځه تګ، د نظام د خرابېدو، امنیت د خرابوالي او په سیمه کې د نورو ستونزو سبب شي، نو اړتیا نشته چې ادامه ورکړل شي.

هغوی ټینګار کړی، چې د سرتېرو په ایستلو کې بېړه نه ده په کار، ځکه دغه بېړه به د امریکا ملي امنیت ته جدي خطر متوجه کړي.

د دوی په وینا امریکا باید ځان ډاډه کړي، چې طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي، د ترهګرۍ ضد جګړه کې له امریکا سره همکاري کوي، د افغانستان اساسي قانون ته درناوی کوي او په دغه هېواد کې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې حفظ کوي.

امریکايي استازي دغه طرحه پر داسې مهال وړاندې کوی، چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم د امریکا سنا مجلس ته په وینا کې ویلي، چې د افغانستان د سولې په روانه پروسه کې باید د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي.

هغه هم ټینګار کړی، چې که چېرته دغه لاس ته راوړنې ونه ساتل شي، نو په دغه هېواد کې به سوله تل پاتې او دوامداره نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي