۰
ولسمشر غني:

د سړکونو د جوړولو پر ځای باید د اوبو مدیریت ته پام زیات کړو

پنجشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان باید له وارداتي په صادراتي هېواد بدل او په دې برخه کې باید د اوبو کنټرول ته جدي پاملرنه وشي.
د سړکونو د جوړولو پر ځای باید د اوبو مدیریت ته پام زیات کړو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان باید له وارداتي په صادراتي هېواد بدل او په دې برخه کې باید د اوبو کنټرول ته جدي پاملرنه وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن پنشنبې د وري ۱۵ مه کابل کې د کرنې پنځم ملي کنفرانس ته د وینا پر مهال وکړې.

ولسمشر و ویل، که څه هم د کرنې او کورنیو تولیداتو او بهر ته د صادروونکو توکو په کیفیت او کمیت کې ښه والي راغلی خو پر هغه اندازه نه ده، چې باید شوی وای.

نوموړي زیاته کړه، چې په هېواد کې اقتصادي خپلواکۍ ته اړتیا ده او تر چې دغه خپلواکي تر لاسه نه شي په هېواد کې ثبات ته رسېدل امان نه لري.

د ښاغلي غني په وینا د دغه اقتصادي خپلواک د تر لاسه کولو لپاره اړینه، چې د اوبو مدیریت، کرنې، مالدارۍ او په ټولو کې د خپلو تولیداتو کمیت او کیفیت ته جدي پاملرنه وشي.

ولسمشر غني و ویل«موږ باید خپلې اوبه مدیریت کړو تر راتلونکو څو کلونو ۲۰ میلیارد متر مکعب اوبه جمع کړو، د دې لپاره اړینه ده، واړه، منځي او لوی بندونه جوړ کړو، زما وړاندیز دا دی، چې موږ باید د سړکونو جوړول کم او بندونه زیات کړو.»

ښاغلی غني دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغانستان څو کاله وړاندې هر کال د څه باندې درې میلیارد ډالرو په ارزښت د حیوناتوغوښه، هګۍ او شیدې را واردولې.

خو اوس د دغو وارداتو نیمايي په افغانستان کې تولیدیږي، او حکومتي پلان دادی، چې د غوښو، شېدو او هګیو واردات بېخي پای ته ورسېږي.

ولسمشر غني په دغه کنفرانس کې د چرګانو اتحادیې پر چارواکو غږ وکړ، چې که دوی داخلي تولیداتو کې پانګونه زیاته وي او کولی شي، د افغانستان اړتیاوې له دې برخې پوره کړی، نو حکومت چمتو دی، چې د پوځ د خوړو په مینیو کې د دوه ځلې پر ځای په اوونۍ کې ۷ ورځې د چرګانو غوښه شامله کړي.

دغه راز ولسمشر د مالدارۍ د ودې او پرمختګ په برخه کې و ویل، چې دې برخې ته هم جدي پاملرنه پکار ده او اړونده ادارې باید په دې برخه کې له کوچیانو سره همکاري او مرسته وکړي.

ولسمشر غني وايي چې د کوچیانو لپاره د کلیو او پراختیا د وزارت په بودیجه کې ۳۰ میلیون ډالره ځانګړي شوي دي او ټينګار یې وکړ، چې نور باید په ادارو کې د کاغذ پرانۍ پر ځای کار وشي او افغانستان باید نور له وارداتي پر صادراتي هېواد بدل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اقتصادي ودې او وارداتو لپاره د هوایي دهیلزونو، چهابهار او لاجورد لارې سربېره به په راتلونکو څو ورځو کې د ځمکې له لارې د ازبکستان سره او د اوبو له لارې له شانګهای سره افغانستان ونښلول شي.

دغه راز ولسمشر و ویل، چې په هېواد کې د اقتصادي ودې او خپلواکۍ لپاره د هر افغان وزیر، والي، معین او ډیپلوماټ دنده دافغاني تولیداتو لپاره د بازار موندل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي