ملي امنیت کابل کې پر خواله رسنیو د داعش فعالین نیولي دي

15 حمل 1398 ساعت 14:41

د ملي امنیت لوی ریاست وایي، ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د داعش شپږ تنه غړي، چې خلکو ته یې انلاین تبلیغ کاوه نیولي دي.


د ملي امنیت لوی ریاست وایي، ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د داعش شپږ تنه غړي، چې خلکو ته یې انلاین تبلیغ کاوه نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن پنشنبې د وري ۱۵ مه په یوه خبرپانه کې ویلي نیول شویو کسانو د فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام او ټیلیګرام له لارې د داعش ډلې په ګټه پراخ تبلیغات کول او خلک یې دغه ډلې ته جذبول.

که څه هم ملي امنیت د داعش د دغه غړو د نیولو دقیق ځای نه دی په ګوته کړی خو ویلي یې یې دي، چې دوی ته دنده سپارل شوې وه، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې داعش ته ځوانان جذب کړي.

د ملي امنیت ریاست وایي، نیول شویو شپږ واړه داعشیانو په خپلو اعترافاتو کې ویلي، چې سلګونه جعلي او مستعارې پاڼې یې جوړې کړې وې.

دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د داعش ډلې آنلاین مبلغین نیولي دي.

بل خوا ملي امنیت په ننګرهار ولایت کې هم د داعش د لسو تنو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

یاد ریاست ویلي، نیول شویو کسانو د اشخاصو د ترور او له یو ځای څخه بل ځای ته د وسلو او مهماتو، چاودېدونکو توکو او د داعش ډلې د غړو او کورنیو د انتقالولو مسولیت په غاړه درلود.

د ملي امنیت ریاست ویلي، له دغو کسانو څخه ۱۲۵۰۰زره کیلوګرامه امونیم نایتریت، چې د ماینونو په جوړولو کې ترې استفاده کیږي ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي په ننګرهار کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو او دغه راز د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د داعش د یوه قوماندان مولوي سلیمان په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115110

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115110/

جمهور
  https://www.jomhornews.com