امریکا په افغانستان او عراق کې د خپل دیپلوماتان کموي

17 حمل 1398 ساعت 9:02

فارن پالیسي نشریې د دریو امریکایي چارواکو له قوله ویلي د امریکا متحده ایالات په پام کې لري، چې په افغانستان او عراق کې د خپلو دیپلوماتانو شمېر کم کړي.


فارن پالیسي نشریې د دریو امریکایي چارواکو له قوله ویلي د امریکا متحده ایالات په پام کې لري، چې په افغانستان او عراق کې د خپلو دیپلوماتانو شمېر کم کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي چارواکو زیاته کړې له دې کار د امریکا موخه په د جګړې د لګښتونو راکمول دي.

دغه چارواکو ویلي د بهرنیو چارو وزارت غواړي په کابل کې د امریکايي دیپلوماتانو شمېء نیمايي ته راکم کړي، چې په دې سره به یې د جګړې لښګتونه هم راکم شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه پرېکړه پر داسې مهال کوي، چې امریکا د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره خبرې بیل کړي او په دې یې غور پیل کړی چې له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.

باید و ویل شي، چې د سږ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا عامه راډیو په کابل کې د امریکا د سفارت یو سند افشا کړ چې پکې ویل شوي و چې په دې سفارت کې د دیپلوماتانو شمېر بې ضرورته زیات دی او پکار ده چې کم شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115128

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115128/

جمهور
  https://www.jomhornews.com