کندهار کې د اهل تشیع امام بارې ته نژدې چاودنې ۳ تنه ټپیان کړي

17 حمل 1398 ساعت 9:26

سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار ولایت مرکز کندهار ښار کې د اهل تشیع مرکزي امام باري مخ ته چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار ولایت مرکز کندهار ښار کې د اهل تشیع مرکزي امام باري مخ ته چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعې د لمانځ پر مهال د امام باري مخې ته موټر سایکل کې د اېښودل شویو چاودېدونکو له امله رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد غزیزي وايي، د ښار د لومړۍ ناحيې په اړوند سیمه کې مرکزي امام باري مخې ته هغه مهال چې لمونځ کوونکي  تګ په حال کې و چاودنه رامنځ ته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي خو عیني شاهدان وايي درې تنه ټپیان شوی، چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 


د مطلب کود: 115131

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115131/

جمهور
  https://www.jomhornews.com