دفاع وزارت د آبکمري ولسوالۍ د سقوط راپورونه رد کړل

17 حمل 1398 ساعت 10:30

ملي دفاع وزارت د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ د سقوط په اړه خپاره شوي راپورونه په کلکه رد او وايي ولسوالۍ د افغان ځواکونو په لاس کې ده.


ملي دفاع وزارت د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ د سقوط په اړه خپاره شوي راپورونه په کلکه رد او وايي ولسوالۍ د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د وري ۱۷ مه په خبرپاڼه کې ویلي، چې آبکمري ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده، خو سقوط شوې نه ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، وسله والو طالبانو پرون شپه په یاد ولسوالۍ بریدونه کړي و، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت او ځوابیه برید سره مخ شوي دي.

دفاع وزارت وايي، سیمې ته د تازه دمه ځواکونو په رسېدو سره ملکي خلکو ته د تلفاتو له اوښتو پرته سیمې له طالبانو پاکې شوې او هغوی په شاه تمبول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې طالبانو له څو ورځو راهیسې د بادغیس په آبکمري او بالامرغاب ولسوالۍ کې له څو برخو بریدونه پیل کړي دي.

په دغه جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو کره شمېره یې لا هم نه ده معلومه.

ویل کېږي، د بالامرغاب په جګړه کې د پاکستان د لشکر طیبه ډلې یو مهم قوماندان قاري فواد مشهور په کبرا هم وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115141

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115141/

جمهور
  https://www.jomhornews.com