د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د يوه پلاوي په مشرۍ اردن ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله نن شنبې د وري ۱۷ مه اردن ته روان شو او د سفر موخه یې هلته د منځۍ آسیا او شمالي افریقا په اړه په نړیواله اقتصادي غونډه کې ګډون دی.
د اجرائیه ریاست نه خپاره شوي معلومات وایي، ښاغلی عبدالله به د دغه غونډې په پرانسته کې د افغانستان، ترهګرۍ، سولې او پخلاینې په اړه وینا وکړي.
سرچینه زیاتوي دغه راز به نوموړی په دغه غونده کې د ګډون تر څنګ په جلا توګه د اردن شاهي دولت له پادشاه دوهم عبدالله، د ملګرو ملتونو له عمومي مشر انتونیو ګوتیرش، د اردن له لومړي وزیر، د نړیوالو بنسټونو له رییسانو، د هېوادونو له لوړ پوړو استازو او نړیوالو څېرو سره وګوري.
باید و ویل شي، چې د منځۍ آسیا او شمالي افریقا په اړه دغه نړیواله اقتصادي ناسته به د روانې وري میاشتې ۱۷ مه او ۱۸ مه د اردن مړه سمندر(بحر المیت کې جوړه شي.
په دغه ناسته کې به د نړۍ تر ۱۰۰۰ پورې سوداګر، ساستوال، د حکومتونو او نړیوالې ټولنې استازي او د مدني ټولنې غړي ګډون ولري.
یاده ناسته کې به د سیمې او نړۍ په کچه مهمې اقتصادي او سیاسي مسلې، د اقلیم بدون، سیمه ییزې همکارۍ، سولې او له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې او ویناوې وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل