۰

په ۲۴ ساعتونو کې ۶ پوځیان او ۳۷ طالبان وژل شوي

شنبی ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۴
ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې له دواړو خواو ۶۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ۲۴ ساعتونو کې ۶ پوځیان او ۳۷ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې له دواړو خواو ۶۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښتې او عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په فراه، کندهار، هلمند، زابل، پکیتکا او کندوز ولایتونو کې تر سره شوې دي.

ملي دفاع وزارت نن شنبې د وري ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه وايي، په نښتو کې شپږ افغان پوځیان هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي، خو د ټپیانو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي