پمپیو:

سعودي ته به هېڅ وخت اجازه ورنکړو چې اټومي ځواک شي

17 حمل 1398 ساعت 15:33

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، متحده ایالت به سعودی عربستان ته هېڅ کله اجازه ورنکړي، چې په یوه اټومي ځواک بدل شي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، متحده ایالت به سعودی عربستان ته هېڅ کله اجازه ورنکړي، چې په یوه اټومي ځواک بدل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو دغه څرګندونې له سي بي اېس شبکې سره په تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي امریکا به هېڅ وخت سعودي پر یوه اټومي ځواک بدل نه کړي.

پميیو وايي، امریکا به هڅکله داسې یو هېواد ته د اټومي ځواک جوړولو اجازه ورنه کړي چې بیا اسراییل او امریکا ته په یو ګواښ بدل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا به په هېڅ صورت د ۱۵۰ میلیارد ډالرو په بدل کې سعودي عربستان دې ته پرېنږدي چې د اټومي ځواک خاوند شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا دوی نه یوازې سعودي بلکې هېڅ داسې یو هېواد ته د اټومي ځواک جوړېدلو اجازه نه ورکوي چې بیا یو وخت امریکا او د یاد هېواد متحدین وګواښي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115169

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115169/

جمهور
  https://www.jomhornews.com