۰
د سیګار تازه راپور:

افغانستان کې شپږ لکه افغانان د نشه يي توکو په کاروبار بوخت دي

شنبی ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۸
د افغانستان د بیارغاونې د څار امریکايي بنسټ يا سیګار وايي، افغانستان کې ۶ لکه کسان د نشه يي توکو په کاروبار بوخت دي.
افغانستان کې شپږ لکه افغانان د نشه يي توکو په کاروبار بوخت دي
د افغانستان د بیارغاونې د څار امریکايي بنسټ يا سیګار وايي، افغانستان کې ۶ لکه کسان د نشه يي توکو په کاروبار بوخت دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیګار تازه راپور ښيي، چې لا هم افغانستان کې د نورو هېوادونو پرتله زیات کوکنار کرل کېږي او سږ کال هم کرل شوي دي.

د سیګار مشر جان سوپکو د ستراتيژیکو او نړیوالو څېړنو په مرکز کې وویل، په افغانستان کې شپږ لکه افغانان د نشه‌يي موادو په کاروبار بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه، که له طالبانو سره سوله وشي، بیا به هم د نشه‌ يي توکو ستونزه به تر ډېره وخته پورې پاتې وي، چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.

د هغه په وینا له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ډېرې څرګندونې شوې خو مهمه دا دهو چې باید د دغه کار پایله وکتل شي.

دی وایي، دوی غواړي په اقتصادي او ښځو پورې تړولو مسایلو تر څنګ د نشه يي توکو ستونزه هم راپورته کړي، ځکه که د امنیتي مسایلو تر څنګ دې ستونزې ته پام ونه شي ټولنې لاس ته راوړنې به له لاسه ووځي.

د سیګار په دې راپور کې د امنیت او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له افغان امنيتي ځواکونو سره پر دوامدره مالي ملاتړ ټینګار شوی دی.

جان سوپکو وايي، که له طالبانو سره سوله هم وشي، افغان ځواکونه باید له ترهګرو او غیر مسؤلو وسله‌والو ډلو سره د مبارزې ترڅنګ، له نشه‌ يي توکو سره هم مبارزه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي