افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د پوخ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال مک کینزي سره کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کتنه پرون شنبې د وري ۱۷ مه ارګ کې تر سره شوې او دواړو لورو له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې، سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه بحث او خبرې کړې دي.
له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، جنرال مک کینزي ولسمشر ته ډاډ وکړی، چې امریکا د افغان حکومت ستراتېژیک همکار دی او کوښښ به وکړي، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، تمویل او تجهیز په برخه کې لا ډېر تمرکز وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل