خلیلزاد ته د پاکستاني چارواکو ډاډ: افغانان به خپل برخلیک په خپله ټاکي

18 حمل 1398 ساعت 9:30

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تر دوه ورځني سفر او هلته له چارواکو سره تر خبرو وروسته کابل ته راستون شوی دی.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تر دوه ورځني سفر او هلته له چارواکو سره تر خبرو وروسته کابل ته راستون شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د تېرې جمعې په ورځ اسلام آباد ته تللی او هلته د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د هغې مرستیالې تهمینه جنجوعه اود پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجو سره د افغان سولې پر بهیر خبرې وکړې.

زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو ته په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو په تړاو معلومات ورکړي او ټینګار یې کړي، چې افغانستان کې د سولې لپاره هیلې ډېرې شوې دي.

نوموړی د اسلام آباد تر سفر وروسته پرون شنبې د وري ۱۷ مه کابل ته راغی او پاکستان ته یې خپل سفر ګټور بللی دی.

ښاغلي خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ویلي پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی، چې افغانان به خپله خپل برخلیک ټاکي.

هغه لیکلي« د پاکستان لخوا د بیا لپاره دې خبرې باندې تاکید چې دا افغانان دي چې خپله به خپله راتلونکې ټاکي مننه کوم.»
کېدای شي خلیلزاد نن د افغان حکومت له مشرانو او دغه راز سیاسیون سره په یوه ګډه غونډه کې، قطر کې د طالبانو سره د ناستې پر سره هم خبرې اترې وکړې.

پرون د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزي د سولې مشورتي جرګې په اړه یوه غونډه کې و ویل، چې افغان حکومت او سیاسیون به د خلیلزاد په شتون کې په قطر کې له طالبانو سره د ناستې په جوړولو او یا نه جوړولو پرېکړه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 115179

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115179/

جمهور
  https://www.jomhornews.com