د اردن پاچا دویم عبدالله د افغانستان د حکومت له اجرایيه رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي عبدالله پرون شنبې د وري ۱۷ مه د منځني ختیځ او شمالي افریقا په اړه د نړیوالې اقتصادي مجمع په څنډه کې د اردن له پاچا دویم عبدالله سره لیدلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي دویم عبدالله، افغانستان د اردن تاریخي دوست او متحد یاد کړی او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز تفاهم لیک د نهايي کېدو ژمنې تر څنګ ویلي، ډېر ژر به د سوداګریزو خونو په همکارۍ د افغان سوداګرو پلاوی اردن ته سفر وکړي.
د اردن د پاچا په وینا دغه پلاوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو مطالعه وکړي څو له شته فرصتونو څخه استفاده وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل