مولانا فضل الرحمن:

د عمران خان حکومت باید ړنګ شي، موږ یې ړنکوو

18 حمل 1398 ساعت 14:50

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، وايي، په پاکستان کې د ستونزو د حل یوازې لار دا ده، چې د عمران خان په مشرۍ اوسنۍ حکومت باید ړنګ شي.


د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، وايي، په پاکستان کې د ستونزو د حل یوازې لار دا ده، چې د عمران خان په مشرۍ اوسنۍ حکومت باید ړنګ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان جنګ ورځپاڼې ویلي، مولانا دغه څرګندونې بنو کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، عمران خان جعلي صدراعظم، ماموريت یې جعلي او جعلي خان دی چې اوسمهال د پاکستان خلکو ته ترې عذاب جوړ شوی دی.

هغه ټینګار کړی، چې د پاکستان د ټولو ستونزو حلپه دې کې دی، چې د عمران خان حکومت وپرزول شي.

فضل الرحمن ویلي« د عمران خان حکومت ته له دې نور صبر کول د هغه د حکومت د منلو په معنی دی نو ځکه موږ یې نور د راپرزولو پرېکړه کړې ده.»

باید و ویل شي، چې له دې وړاندې د بې نظیربوټو زوی بلاول هم په خپلو ويناو کې ويلي و چې د عمران خان په مشرۍ حکومت به راوپرزوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115201

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115201/

جمهور
  https://www.jomhornews.com