۰

ننګرهار کې بیا چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

دوشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
ننګرهار ولایت کې یو ځل بیا چاودنې شوې، چې د چارواکو په وینا له امله یې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې بیا چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
ننګرهار ولایت کې یو ځل بیا چاودنې شوې، چې د چارواکو په وینا له امله یې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د وري ۱۹ مه سهار مهال په جلال آباد ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه د سړک د غاړې د اېښودل شوي ماین له کبله د امنیه قوماندانۍ د پولیسو په رنجر موټر شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې د امنیه قوماندانۍ د مالي امر په موټر شوې، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او د یوه بل پولیس په ګډون شپږ تنه ملکیان په کې ټپیان شوي دي.

هغه وایي، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او ټپي شوي پولیس روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، د نن په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په ننګرهار کې درېیمه پرلپسې ورځ ده، چې په جلال آباد ښار کې چاودنې رامنځ ته کېږي.

پرون او وړمې ورځې چاودنو هم درې تنه وژلي او ۲۰ تنه یې ټپیان کړي، چې ټول ولسي وګړي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي