افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه ۸ سلنه راټیټه شوې ده

19 حمل 1398 ساعت 15:51

د یوې تازه پلټنې پایلې ښي، چې په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې ۸ سلنه کمښت راغلی دی.


د یوې تازه پلټنې پایلې ښي، چې په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې ۸ سلنه کمښت راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پلټنه د هېواد په ټولو فعالو کلېنیکونو کې شوې، خو وایي لا هم په ځینو لرو پروتو سیمو کې خلک لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

د عامې روغتیا وزارت د ارزونې او څار عمومي رییس عطاالله سید زي نن دوشنبې د وري ۱۹ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي په برخه کې د وزارت له خوا کابو ۱۲ ځلې پلټنې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پلټونو څخه د یوې پر اساس چې د مور او ماشوم د مړینې په اړه شوې په کال ۲۰۰۲ کې له هرو ۱۰۰۰ ولادتونو څخه ۵۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکولو خو اوس دغه کچه ۴۹ ته راټیټه شوې ده.

 د هغه په وینا له دې ښکاري، چې افغانستان کې د مور او ماشوم په مړینو کې د پام وړ کمښت راغلی او کېدای شي دغه شمېر له پاکستان او هند سره د پرتلې وړ وي.

بل خوا هغه و ویل، چې د تېر په پرتله هېواد کې روغتیايي خدماتو ته د لاس رسي کچه هم له ۵۰ سلنې و ۵۹ سلنې ته لوړه شوې ده.

نوموړی وايي، واکسین ته په لاس رسي کې هم زیاتوالی راغلی خو د هېواد په شمالي برخه کې په ماشومانو کې تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي.

عطاالله سید زی د ملاریا ناروغۍ په اړه زیاتوي، چې لا هم د هېواد په ختیځو ولایتونو، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان کې دغه ناروغي شته او په ځینو سیمو کې زیاته شوې هم ده.

د هغه په وینا دا ټول معلومات د عامې روغتیا وزارت سره شریک شوي تر چې په اړه یې روغیتايي تدابیر او اقدمات تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 115242

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115242/

جمهور
  https://www.jomhornews.com