د سولې د مشرتابه شورا د ناستې په اړه د سولې او اعتدال ټیم غبرګون:

د سولې په مشرتابه شورا کې د اغېز لرونکو څېرو ځای خالي دی / حکومت هڅه کوي، د سولې پروسه انحصار کړي

19 حمل 1398 ساعت 16:20

د سولې او اعتدال ټیم د سولې د مشرتابه شورا لومړۍ ناستې ته په غبرګون کې ویلي چې دغه غونډې ته پېژندل شوې او اغېز لرونکې څېرې نه وې وربلل شوې.


د سولې او اعتدال ټیم د سولې د مشرتابه شورا لومړۍ ناستې ته په غبرګون کې ویلي چې دغه غونډې ته پېژندل شوې او اغېز لرونکې څېرې نه وې وربلل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد ټیم نن دوشنبې د وري ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د سولې د مشرتابه شورا د غړو او د سولې خبرو د مرکچي پلاوي په ټاکنه کې د حکومت دریځ یو اړخه و.

په دغه خبرپاڼه کې راغي، چې په دغه شورا کې د هېواد سیاسي او ملي ګوندونو د اغېز لرونکو او ملي څېرو نه شتون دا ښيي، چې حکومت د سولې په ملي او افغانستان شموله پروسه بې باوره دی.

اعلامیه زیاتوي، د حکومت دغه یو اړخیزه دریځ روښانه کوي، چې دوی د افغانستان ملي یووالي او سولې پروسې ته کافي انګېزه نه لري او لا هم د شخصي غچ اخیستنو او سیاسي تنګ نظرۍ په ناروغۍ اخته دی.

د سولې او اعتدل ټيم په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د حکومت دغه یو اړخه دریځ او تنګ نظري د هېواد سیاسي فضا کې لا بې باوري او بدګماني رامنځ ته کړې ده.

خبرپانه وايي، هغه لېستونه چې د سولې د مشرتابه شورا او دغه راز د طالبانو سره د مرکچي پلاوي په اړه خپاره شوي زیاتره مطلق په حکومت او ټاکنیز ټیم پورې تړلي کسان دي او دا کېدی شي د دې سبب شي، چې طالبان ورسره خبرې ونه کړي.

د خبرپانې د معلوماتو له مخې په دې نوملړ کې هغه اغېزناکې، جهادي، سیاسي څېرې، د مدني ټولنې واقعي غړي او ملیتي او جنسیتي ترکیب په پام کې نه دی نیول شوی او دا ښيي، چې حکومت د سولې له پروسې سره همغږی نه دی.

دوی ټینګار کړی، چې د حکومت دغه کړنه به د مقابل لوري (طالبانو) بې باوري نوره هم زیاته کړي او په ټول کې به هېواد کې د جګړې د اوږدېدو او سولې د زیان لامل شي.

د سولې او اعتدال ټیم په اعلامیه کې پر حکومت تور پورې شوی، چې د هېواد متنفذ او اغېز لرونکي کسان په لوی لاس د تصمیم نیونې له دایرې د باندې ساتل شوي او هڅه کوي، چې د سولې پروسه خپله انحصار کې ولري.

اعلامیه وايي، له دې کاره د حکومت موخه د سیاسي جریانونو مخالفت را د بره کول او په دې حساسو شرایطو کې د سولې پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کول دي.

د سولې او اعتدال ټیم وايي، که چېرې حکومت همدې دریځ ته دوام ورکړي او په هر څه کې انحصار وکړي، نو یاد ټیم به له خپلو ځواکونو سیاسي ملګرو، ګوندونو، سیاسي جریانونو او ټولنې د بېلا بېلو ولسونو سره تر سلا مشورو وروسته جدي تصمیم ونیسي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 


د مطلب کود: 115245

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115245/

جمهور
  https://www.jomhornews.com