۰

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر زنداني شو

سی شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۳
لوی څارنوالي وایي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي د اداري فساد په تور زندان ته اچول شوی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر زنداني شو
لوی څارنوالي وایي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي د اداري فساد په تور زندان ته اچول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي رسنیو ته ویلي، وحیدي پرون دوشنبې د وري ۱۹ مه د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او زندان ته لېږدول شوی دی.
 
نوموړي زیاته کړې، چې ښاغلی وحیدي د ۱۳۹۷ کال د سلواغې پر دوهمه نېټه له درنو جرمونو او فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د لومړۍ محکمې له خوا په غیابي محکمه کې هغه مهال چې په مالیې وزارت کې یې دنده درلوده له دنده د ناړه ګټې اخیستو او فساد په تور په درې کاله زندان محکوم شوی وو.

وحیدي هغه مهال د محکمې پرېکړه غیر عادلانه او له کین ډکه بللې و.

دغه زار هغه د غیابي محکمې له دایرېدو وړاندې له درنو جرمونو او فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ځانګړې محکمې ته حاضر شو او دغه محکمې له درې جسلو وروسته هغه بې ګناه وباله او برائت یې ورکړ.

په ځانګړې محکمه کې ښاغلي وحیدي ادعا وکړه، چې د ده پر ځای باید د مالیې پخوانی وزیر اکلیل حکیمي باید محاکمه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي