۰

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان له عمران خان سره لیدلي

سی شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۸
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال کینت مکینزي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان له عمران خان سره لیدلي
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال کینت مکینزي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال کینت مکینزي پرون دوشنبې د وري ۱۹ مه اسلام آباد ته تللی او هلته یې له عمران خان سره کتلي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، خان له جنرال مکینزي سره خبرو کې ویلي چې پاکستان له افغانستان او هند سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپانه کې زیاته کړې، چې خان له سیاسي لارې په افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د پاکستان پر ژمنې ټینګار وکړ.

هغه دغه راز د افغانانو ترمنځ د خبرواترو پر اهمیت ټینګار وکړ څو ټول اغېزمن او نفوذ لرونکي له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان لپاره پالیسي جوړه کړای شي.

سرچینه زیاتوي عمران خان همدارنګه د داعش په شمول د سختدریځو ډلو د بیا فعالیدو پر ضد د امریکا او پاکستان تر منځ د همکارۍ غوښتنه  کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي