۰

هلمند کې یو مشهور غل نیول شوی دی

سی شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۵
د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو هلمند کې د نعمت الله په نوم مشهور غل له یو شمېر وسلو، مهماتو او نقله وسایطو سره نیولی دی.
هلمند کې یو مشهور غل نیول شوی دی
د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو هلمند کې د نعمت الله په نوم مشهور غل له یو شمېر وسلو، مهماتو او نقله وسایطو سره نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه کس له تېرو څو کلونو راهیسې هلمند کې په لویو غلاو کې لاس درلود، چې پرون د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په مختار سیمه کې پولیسو وینوه.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي، له نیول شوي غله څخه اوه عرادې موټر سایکلونه، یو عراده مازدا موټر، ۳۰ عدده چاقوګان، ۱۱ سیټه موبایلونه او یو شمېر نورې سپکې او درنې وسلې د ملي پولیسو لاسته ورغلې دي.

په ورته وخت کې خبرپانه وايي، افغان ځواکونو د هلمند د سنګین ولسوالۍ په شکر شېلې سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې عملیاتو کې درې میله کلاشینکوفونه او یو شمېر مخابرې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي