۰
سرچینې:

کندهار کې ۴۲ پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سی شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۴
سیمه ییز امنیتي سرچینې وايي، کندهار ولایت کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو په یوه برید کې ۴۲ پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې ۴۲ پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز امنیتي سرچینې وايي، کندهار ولایت کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو په یوه برید کې ۴۲ پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه د کندهار ولایت د شورابک ولسوالۍ د سروڅاهانو په سیمه کې ډېورنډ کرښې ته نېږدې رامنځ ته شوې.

د کندهار یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي طالبانو په دې برید کې ۱۷ پولیس وژل شوي، ۱۵ تنه ټپیان او ۱۰ نور طالبانو برمته کړي دي.

دغه سرچینې زیاته کړې، چې سیمې ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي او طالبان تر برید وروسته په شاه تمبول شوی او له کرښې پورې غاړې پاکستاني لوري ته اوښتي دي.

د کندهار د والي ویاند هم په سیمه کې د جګړې پخلی کړی خو ویلي یې دي، چې په دې اړه به معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي