د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه:

د بهرنیو چارو وزارت باید د افغان سولې په تړاو وضاحت راکړي

20 حمل 1398 ساعت 14:39

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېتې د افغان سولې په تړاو د خپل هېواد له بهرنیو چارو وزارت څخه وضاحت غوښتی دی.


د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېتې د افغان سولې په تړاو د خپل هېواد له بهرنیو چارو وزارت څخه وضاحت غوښتی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې کمېټې دغه غوښتنه په هغه لیک کې کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته یې لېږلی دي.

په دغه لیک کې پر پمپیو له دې امله هم نیوکه شوې، چې وړاندې یې خلیلزاد ته اجازه ور نه کړه، چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېتې ته د افغان سولې په تړاو توضېحات ورکړي.

د دې کمېتې پر وېب پاڼه استازو ویلي دا د دوی حق دی، چې د افغانستان د سولې پروسې په اړه معلومات ولري.

دوی له مایک پامپیو څخه په کلکه غوښتي چې خپل دریځ بدل کړي او وروسته له دې چې زلمی خلیلزاد له اوسني سفره بېرته امریکا ته ستون شو، په ۷ ورځو کې دې کمېټې ته ورشي او د سولې د پروسې په اړه دې دوی ته معلومات ورکړي.

هغوی خبرداری ورکړی چې له اساسي قانون سره سم د څارنې مسوولیت لري او د خپل دې مسوولیت د ادا کولو لپاره له هرې وسیلې څخه کار اخیستلو ته تیار دي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې دا هم ویلي چې د اوباما ځانګړو استازو د خپلو هلوځلو په اړه معلومات ورکول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 


د مطلب کود: 115283

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115283/

جمهور
  https://www.jomhornews.com