ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې د کندهار په هوايي ډګر کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس دفاع وزارت نن چهارشنبې د وري ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه پېښه تېره شپه د کندهار په هوايي ډګر کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینه زیاتوي MD-530 چورلکه په هوايي ډګر کې د کېناستو په حال کې وه، چې تخنکي ستونزه یې پیدا او ولوېده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې پېښه کې د چورلکې دوه پیلوټه سربېرن ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل