د جاپان د پوځ یوه اف ۳۵ جنګي الوتکه لوېدلې ده

21 حمل 1398 ساعت 9:40

د جاپان دفاع وزارت وايي، د پوځ یوه اف ۳۵ جنګي الوتکه یې له رادار تر ورکېدو وروسته لوېدلې ده.


د جاپان دفاع وزارت وايي، د پوځ یوه اف ۳۵ جنګي الوتکه یې له رادار تر ورکېدو وروسته لوېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جاپان دولتي تلوېزیون نن چهارشنبې د وري ۲۱ مه  د دغه هېواد دفاع وزیر تاکه شی ایوایا له قوله ویلي دغه الوتکه د په ارام سمندر کې لوېدلې ده.

نوموړي ویلي دغه الوتکه چې له درې نورو الوتکو سره یو ځای د ناموري ولایت د میساوا په سیمه کې په تمرین بوخته وه، پر ځای وخت د شپې ۱۹:۲۵ بجې له راداره ورکه شوه.

د هغه په وینا د الوتکې او د دغه د ۴۰ کلن پیلوټه د موندلو هڅې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115297

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115297/

جمهور
  https://www.jomhornews.com