۰

پولیسو کابل کې یو خطرناک او مشهور انسان تښتوونکی وژلی دی

چهارشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۶
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو خطرناک، مشهور انسان تښتوونکی او غیر مسوول وسله وال کس وژلی دی.
پولیسو کابل کې یو خطرناک او مشهور انسان تښتوونکی وژلی دی
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو خطرناک، مشهور انسان تښتوونکی او غیر مسوول وسله وال کس وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د وري ۲۱ مه په یوه خبرپانه کې ویلي دغه انسان تښتونکی عمران نومېده، چې د پولیسو تر څار لاندې وو.

سرچینه زیاتوی، چې انسان تښتوونکي عمران په څو قتلونو او دغه راز د کابل ښار یو تن اوسېدونکي چې په یوه نړیواله اداره کې یې کار کاوه، په تښتولو کې لاس درلود.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عمران له نظامي یونیفورم څخه ګته اخیسته یو میل غیر قانوني وسله او یو بې اسنادو موټر ورسره و.

د کوورنیو چارو وزارت وايي، دغه انسان تښتوونکی او قاتل تېره شپه ۱۱ بجې د کابل ښار د ۱۷ مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وژل شوی دی.

وزارت زیاتوي، د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هغه د نیولو هڅه کوله، خو عمران ورسره نښته کړې، چې په ترڅ کې یې دی د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي