تېرو دریو میاشتو کې تر یو لک ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

22 حمل 1398 ساعت 9:17

د کډوالو نړیواله اداره یا آی او اېم په تېرو دریو میاشتو کې تر سل زره زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.


د کډوالو نړیواله اداره یا آی او اېم په تېرو دریو میاشتو کې تر سل زره زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې آی او اېم په خپل تازه راپور کې چې پرون چهارشنبې د وري ۲۱ مه یې خپور کړی ویلي، دغه کدوال د ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو د نړیوالې ادارې د معلوماتو پر بنسټ تر سل زره زیات افغان کډوال له ایران او دغه راز ۵۶۰۰ نور بیا له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په ورته وخت کې کې د کډوالو چارو وزارت هم له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راتګ پخلی کړی او ویلي یې دي په دغه کډوالو کې اسناد لرونکي او اسناد نه لرونکي کډوال شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115337

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115337/

جمهور
  https://www.jomhornews.com