د مصالحې د عالي شورا په دوهمه غونده کې!

حکومت له طالبانو سره د خبرو سرې کرښې معلومې او د قطرغونډه ځنډېدلې

22 حمل 1398 ساعت 9:48

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا په دوهمه غونده کې له طالبانو سره په دوحه کې د مخامخ خبرو لپاره سرې کرښې معلومې شوې.


د افغانستان د مصالحې د عالي شورا په دوهمه غونده کې له طالبانو سره په دوحه کې د مخامخ خبرو لپاره سرې کرښې معلومې شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مصالحي عالي شورا دوهمه غونډه پرون چهارشنبې د وري ۲۱ مه ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش، د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي، د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلم یار، محمد محقق، اسماعیل خان، صلاح الدین رباني، عبدالهادي ارغندیوال، انجینر محمد خان او یو شمېر نورو سیاسي او جهادي مشرانو برخه درلوده.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دې غونده کې دوحه کې له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو په اړه چې ټاکل شوې د روانې میلادي اپریل میاشتې له ۱۹ تر ۲۱ وشي، خبرې اترې وشوې.

خبرپانه زیاتوي، چې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې څلورګونې کمېټې به خپل کار ته دوام ورکوي، او تر راتلونکې ناستې چې د شنبې وري ۲۴ مه به وشي خپل معلومات ورکړي.

له طالبانو سره په بین الافغاني خبرو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت نظام، اساسي قانون او انتخابات سرې کرښې بلل شوي او ویل شوي چې که په اساسي قانون کې بدلون هم راوړل کېږي باید له قانوني لارو وي.

همداراز ویل شوي چې د ښځو حقونو او ولسواکي هم د افغانستان د دولت لپاره نه معامله کېدونکي مسایل دي.

دغه راز په خبرپانه کې راغلي که چېرته په اساسي قانون کې د تعدیل اړتیا شي نو دغه کار هم له قانوني لارو وشي او په قانون کې بدلون د منلو نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115340

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115340/

جمهور
  https://www.jomhornews.com