د هېواد شمال کې د ۲۱۷ قول رادو رسمآ پرانستل شوه

22 حمل 1398 ساعت 10:07

ملي دفاع وزارت شمال کې د پوځ د ۲۰ مې فرقې د ارتقا او دغه فرقه په ۲۱۷ قول اردو د بدلېدو خبر ورکړ.


ملي دفاع وزارت شمال کې د پوځ د ۲۰ مې فرقې د ارتقا او دغه فرقه په ۲۱۷ قول اردو د بدلېدو خبر ورکړ.

د جمهور آژنس د خبر له مخې د وزارت څخه نن پنشنبې د وري ۲۲ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد قول اردو دوه ورځې وړاندې د ملي دفاع وزارت د مرستیال ډګر جنرال هلال الدین هلال له خوا پرانستل شوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ځانګړو عملیاتو د قول اردو پخوانی رییس ارکان تورن جنرال نبي الله میرزايي د ۲۱۷ قول اردو د قوماندان په توګه معرفي شوی دی.

د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال هلال د دغه قول اردو د پرانستې په مراسمو کې ویلي، دا د هېواد شمال په امنیت کې د تامین لپاره یو مثبت ګام و، چې ورسره به د شمال ختیځو سیمو خلکو امنیت خوندي شي.

په ورته وخت کې د قول اردو قوماندان تورن جنرال نبي الله میرزايي ډاډ ورکړی، چې په خپل ټول توان سره به د هېواد په شمال ختیځ کې د دولت د اهدافو د تحقق او خلکو د امنیت لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

باید و ویل شي، چې په شمال کې د ۲۱۷ قول اردو په قندوز ولایت کې موقعیت لري.

دغه قول اردو پر داسې مهال جوړېږي، چې د هېواد په شمال ختیځ کې له تېرو څو کلونو راهیسې امنیت ترینګلی دی او د سیمې خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره د قول اردو جوړېدو غوښتنه کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115342

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115342/

جمهور
  https://www.jomhornews.com