پکتیا:

د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د ځمکې نومرو وېش لړۍ پیل شوه

22 حمل 1398 ساعت 10:33

د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د ځمکې نومرو د وېش لړۍ پیل او ښارګوټی یې پرانستل شو.


د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د ځمکې نومرو د وېش لړۍ پیل او ښارګوټی یې پرانستل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ښارګوټۍ پرون چهارشنبې د وري ۲۱ مه پرانستل شوی او سیمه ییز چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو د ټولو شهیدانو کورنیو ته به نمرې ورکول کېږي.

د چارواکو په وینا دا مهال د کابو ۱۵۰۰ وژل شویو سرتېرو اسناد بشپړ شوي، چې په څو ورځو کې به یې کورنیو ته نومري پیل شي.

سیمه ییز چارواکي وایي، د دې پروسې تر بشپړېدو وروسته به د نورو وژل شویو سرتېرو کورنیو ته هم د اسنادو په بشپړېدو سره نومرې و وېشل شي.

د دغه ښارګوټي د پرانستې په مراسمو کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي ویلي له څو کلونو راهیسې یې د دې پروژې د پیل هڅه کېده خو د ځینو ستونزو له امله ځنډېدلې وه.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس ستونزې حل شوې او د امنیتي ځواکونو د ټولو شهیدانو کورنیو ته به به نومرې ورکول کېږي.

د هغه په وینا د دې دغه نومرو قمیت دولت ورکوي او دغه راز یې تر څنګ سل زره افغانۍ مرسته هم ورسره کوي، چې کورونه پرې جوړ کړي.

په ورته وخت کې ګردیز ښاروال عصمت الله خالد د وژل شویو سرتېرو پر کورنیو غږ کړی، چې په شپږو میاشتو کې په تر لاسه کړې نومره د رغونې چارې پیل کړي که نه بېرته به ترې واخستل شي.

دی زیاتوي، چې د ښارګوتي ټولې تخنیکي ستونزې حل شوې او د جوړېدو لپاره یې درې پلانونه هم جوړ شوي او په درې فازونو وېشل شوی دی.

ګردېز ښاروال وايي، دا ښارګوټی تقريباً ۳۲۰۰ جريبه ځمکه او شاوخوا ۵۰۰۰ نومرې دي، چې په لومړي قدم کې د شهيدانو وارثینونو ته ورکول کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
 


د مطلب کود: 115345

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115345/

جمهور
  https://www.jomhornews.com