طالبانو سمنګان ولایت کې ۶۰ موټر چلوونکي برمته کړي

22 حمل 1398 ساعت 12:33

د سمنګان د ولایتي شورا غړي وایي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې سل بار وړونکي موټر درلودي او ۶۰ موټر چلوونکي یې برمته کړي دي.


د سمنګان د ولایتي شورا غړي وایي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې سل بار وړونکي موټر درلودي او ۶۰ موټر چلوونکي یې برمته کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پښه نن پنشنبې د وري ۲۲ مه د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د سنمګان د ولایتي شورا غړی وايي، طالبانو د ددره صوف – مزار پر لویه لار تر ۱۰۰ بار وړونکي موټر درولي او نېږدې ۶۰ موټر چلوونکي یې له ځان سره بېولي دي.

د ولایتي شورا غړي محمد هاشم سروري جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبانو یاد موټر چلوونکي د دره صوف ولسوالۍ د ریګ کوتل د بابوغه په کلي کې برمته کړي دي.

نوموړي ویلي د دغه لارې د باروړنکو موټر چلوونکو وړاندې له طالبانو سره هوکړه کړې وه، چې د موټر پر سر به ۷ زره افغانۍ دوی ته باج ورکوي.

هغه زیاته کړه«ویل کېږي یو شمېر ډرېورانو له دغه هوکړې سرغړونه کړې او دغه راز طالبان هم غواړي د پیسو کچه زیاته کړي نو ځکه یې موټر چلوونکي نیولي دي.»

د ولایتي شورا دغه غړی وایي، تر اوسه د نیول شویو موټر چلوونکو برخلیک نه دی معلوم او ځايي اداره یې هم یوازې ننداره کوي.

ویل کېږي برمته شوي موټر چلوونکي هغه کسان دی، چې د دره صوف کان د ډبرو سکاره له هغه ځایه کابل او نورو ولایتونو ته وړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 
 


د مطلب کود: 115356

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115356/

جمهور
  https://www.jomhornews.com