د سولې او اعتدال ټیم د هلمند د پېښې په اړه له حکومته وضاحت غوښتی

22 حمل 1398 ساعت 14:43

د سولې او اعتدال ټیم د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې په اړه له افغان حکومت څخه وضاحت غوښتی دی.


د سولې او اعتدال ټیم د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې په اړه له افغان حکومت څخه وضاحت غوښتی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په بابا جي سیمه کې څو ورځې وړاندې شپني عملیات شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وایي، عملیات د القاعده شبکې د یوه مهم غړي پر مرکز شوي خو ځايي اوسېدونکي ویلي عملیات د ملکي وګړو په کور شوي دي.

چارواکو ویلي په عملیاتو کې د القاعده شبکې د القاعده شبکې دوه غړي وژل شوي خو د سیمې اوسېدونکي وايي، وژل شوي کسان ملکي وکړي دي او دغه راز افغان ځواکونو دوه مېرمنې هم له کوره ورسره بېولي دي.

د سولې او اعتدال ټیم دغه پېښې ته په غبرګون کې پر حکومت د یادې موضوع په اړه ولس ته پوره وضاحت ورکړي.

دغه ټیم نن پنشنبې د وري ۲۲ مه په یوه اعلامیه کې ویلي« موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې ملت غواړي پوه شي، چې حقیقت څه دی، نو حکومت باید خپله دنده په مسؤلانه توګه اجرا کړي، د سیمې د استازو په ګډون یو باصلاحیته او بې طرفه پلاوی دې ژر تر ژره په دنده و ګماري ترڅو سیمې ته ولاړ شي او دا پیدا کړي، چې حقیقت څه دی او ملت ته وضاحت ورکړل شي.»

خبرپانه کې ویل شوي، چې له مېرمنو سره هر ډول ناسم چلند، چې تر هر عنوان لاندې وي له اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو سره برابر نه دی او دوی یې په کلکه غندي.

سرچینه وايي، که چیرې په پیښه کې ملکي او غیر نظامي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتنې وي دوی دا عمل هم په سخته غندي او ټینګار کوي، چې حکومت باید خپله دنده په دقت او مسوولیت سره تر سره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115365

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115365/

جمهور
  https://www.jomhornews.com