قندوز کې د طالبانو پر پټنځایونو مرګوني بریدونه شوي

24 حمل 1398 ساعت 9:06

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، قندوز ولایت کې د افغان ځواکونو د پراخو ځمکنیو او هوايي عملیاتو په لړ کې د طالبانو پر پټنځایونو مرګوني بریدونه شوي دي.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، قندوز ولایت کې د افغان ځواکونو د پراخو ځمکنیو او هوايي عملیاتو په لړ کې د طالبانو پر پټنځایونو مرګوني بریدونه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د وري ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي افغان ځانګړو ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې قندوز کې د طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي.

سرچینه زیاتوي ځانګړو له څو اړخونو د وسله والو طالبانو پر مرکزونو بریدونه پیل کړل، چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو تر منځ سخته نښته رامنځ ته شوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه عملیاتو او جګړه کې ۴۲ وسهل وال طالبان وژل شوي، یو شمېر ټپیان، څو پټنځایونه شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوې دي.

دغه قول اردو زیاتوي، په تېرو دوه اونیو کې ټولټال په قندوز ولایت کې تر ۷۴ زیات وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:قندوز
 
 


د مطلب کود: 115387

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115387/

جمهور
  https://www.jomhornews.com